Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ نن شپه پيلېږي

د هند د کرېکت غوره لیګ سیالۍ نن شپه د افغانستان په وخت په اوو بجو د چنایي سوپر کېنګز او رایل چېلنجر بنګلور ترمنځ لوبې سره پیلېږي.

د هند د غوره لیګ په دولسم پړاو کې د افغانستان درې مخکښ لوبغاړي هر یو محمد نبي عیسي خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران د بېلابېلو لوبډلو لخوا په امتیاز اخیستل شوي دي.

د هند غوره لیګ یا ای پي اېل مشهورو لوبو لپاره راشد خان ارمان په ۹۰ مېلیونه هندي کلدارې، محمد نبي عیسي خېل لس مېلیونه هندۍ کلدارې د سنرایزریز حیدراباد له خوا په امتیاز اخیستل شوي دي، خو د دوی ترڅنګ د هېواد بل ځوان او تکړه لوبغاړی مجیب الرحمان ځدران هم د کېنګز ایلون پنچاب له خوا څلوېښت مېلیونه هندي کلدارو په امتیاز اخستل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې راشدخان او محمد نبي عیسي خېل په پرله‎پسې توګه د درېیم پړاو لپاره د سنرایزریز لخوا پېرل کېږي، خو مجیب ځدران بیا په دغه لیګ کې خپله دومه تجربه ازمايي.

د هند کرېکت د غوره لیګ په دې پړاو سیالیو کې د کرېکټ نړۍ مخکښ لوبغاړي د حاضرو اتو لوبډلو له خوا په امتیاز پېرل شوي او ټاکل شوې چې کابو دوه میاشتې د یو بل په وړاندې سیالۍ وکړي.

د دغو سیالیو په تېر پړاو کې چینایي سوپر کېنګز توانېدې وه چې د اتلولۍ جام خپل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه