Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند کرکټ غوره لیک کې د راشد ښه ځلېدل

افغان توپ اچوونکی، راشد خان چې اوس‎مهال د هند کرکټ غوره لیک کې له حیدرآباد سن رایزرس سره لوبه کوي، له پنجاب لوبډلې سره لوبه کې تر مایوسۍ وروسته، د پنج‎شنبې پر ورځ خپله وروستۍ لوبه کې ښه وځلید او په څلورو اورونو کې یې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړو سوځولو سره یې یوازې ۱۹ منډې ورکړې.

راشد له پنجاب لوبډلې کله چې له کرس ګېل سره مخامخ شوی وه، د ډېرو منډو ورکړو له کبله مایوسه وه، خو خپله تېره لوبه کې یې جبران کړه.

د پنجشنبې ورځې لوبه کې چې د پنجاب ایالت «آی اس بندرا» لوبغالي کې ترسره شوه، راشد ښه لاسته راوړنه درلوده، په راتګ لوبه کې د حیدر آباد لوبډلې خپلې سیالې پنجاب ته د ۱۳۲ منډو موخه وټاکله او د توپ اچونې په برخه کې د حیدرآباد لوبډله ښه وځلېده.

دې لوبډلې په ۱۹ اورونو کې د پنجاب لوبډلې ټول لوبغاړې له لوبې ویستل چې یوازې راشد خان په څلورو اورونو کې یې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړو سوځولو سره یې یوازې ۱۹ منډې ورکړې.

له دې سره حیدرآباد د هند غوره لیک کې دوهم ځای خپل کړ.

په دې لوبه کې د پنجاب لوبډلې ماتې اصلي لامل راشد خان وبلل شو.

دا په داسې حال کې ده چې نن یک‎شنبې( د غويي۹مه) له غرمې وروسته درې بجې د کابل پر وخت د د راجستان رایل لوبډلې پر وړاندې د جیپور په ساوای مان سینګ لوبغالي کې لوبه کوي
 
د هند کرکټ غوره لیک کې د راشد ښه ځلېدل

راشد خان تېر کال هم هېواد بل کرکټ لوبغالي، نبي سره د هند کرکټ غوره لوبو کې ګډون درلود او د حیدر آباد سین رایزرس سره یې لوبه کوله

شریک یي کړئ