ټاکل شوې ده چې د هېواد د فوټسال شل کلنو ملي لوبډله نن ماښام «یکشنبې د غبرګولي په ۲۶مه» د کابل په وخت اومه نیمې بجې د اسیا اتلولیو سیالیو په دویمه لوبه کې د ایران د شل کلنو ملي لوبډلې په وړاندې بخت ازمايي.
د هېواد دغو لوبغاړو تېره شپه په خپله لومړنۍ لوبه کې د هانګ کانګ ملي لوبډلې ته شپږ پر یوه ماتې ورکړه او د ګولونو توپیر له امله د کوربه هېواد ایران په پرتله د نوملړ په سر کې ځای لري.
افغانستان د اسیا اتلولیو سیالیو په الف ډله کې، د ایران، هانګ کانګ له لوبډلو سره همډلې ده، د اسیا اتلولۍ سیالۍ د غبرګولي په ۲۴مه او د ایران تبریز ښار په کوربتوب پیل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړو د اسیا اتلولیو سیالیو له پیل مخکې، په یوې دوستانه لوبه کې د اسیا او نړۍ اتلې لوبډلې جاپان ته د ۳-۴ په توپير سره ماتې ورکړه.