Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د کرېکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د پاکستان په وړاندې ماتې ومنله

د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د پاکستان په وړاندې د ۱۹ کلنو د ۵۰ اوریزو نړیوال جام سیالیو په څلورم غوره پړاو کې ماتې ومنله او نیمه پای لوبې ته یې لار ونه موندله.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټه او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه چې د ۴۹ اعشاریه یو اوور په لوبو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې سیالۍ لوبډلې ته ۱۹۰ منډې هدف وټاکه.

چې پاکستانۍ لوبډلې د افغان لوبډلې له خوا ورکړل شوی هدف په ۴۱ اشعاریه یو اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ او نیمه پای لوبې ته یې لاره پیدا کړه.

د دغه جام په نیمه پای لوبه کې به پاکستان د هندوستان او بنګله دېش په د وېسټ انډيز په وړاندې لوبه وکړي.

د اي سي سي ۱۹ کلنو نړیوال جام د سوېلي افریقا په کوربتوب په دغه هېواد کې د روان کال د جنورۍ په ۱۷ پیل شوې او د روان زیږدیز کال د فبرورۍ په ۹نېټه پای ته ورسېږي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان د پنځم مقام ترلاسه کولو لپاره د یکشنبې په ورځ د اسټرالیا په وړاندې لوبه وکړي.

شریک یي کړئ