د افغانستان د سنوبرد لوبډلې پاکستان کې له لوبو شپږ مډالونه ترلاسه کړل چې یو یې د سرو زرو او پنځه نور یې د برنزو دي.
پاکستان کې د سنوبورد ازادو لوبو کې افغانستان، هالنډ او شپږو پاکستاني لوبډلو ګډون کړی وو، چې تېره ورځ (چهارشنبې د سلواغې په ۳۰مه نېټه) پایته ورسېدې.
لوبو کې پنځو افغان لوبغاړو ګډون کړی وو چې یو یوه یې د برنزو یو مډال خپل کړی او د سپینو زرو مډال ورته د ډله ییز کار له کبله ورکړل شوی دی.
د هېواد د سنوبورډ لوبغاړو د دغو لوبو په انفرادي برخه کې اتم ځای خپل کړی او دوو کس ییزو په برخه کې د هېواد د سنوبرد لوبغاړي، کریم فیضي شپږم ځای خپل کړی دی.
د افغانستان د سنوبورد فدراسیون وايي چې دا د افغانستان د سنوبورد ډلې لومړی بهرنی سفر دی.