Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ویلچر بسکټبال لوبډلې د لبنان بسکټبال سیالیو اتلولي خپله کړه

د هېواد د پاراولمپیک د بسکټبال ملي لوبډلې د شنبې په شپه (د تلې په ۱۰ مه) د لبنان تریپولي ښار کې د بسکټبال سیالیو اتلولي خپله کړه.

د هېواد دغو ملي لوبغاړو د دغو سیالیو په وروستۍ لوبه کې چې له ماتې پرته دغه پړاو ته یې لاره پیدا کړې وه، وتوانېده چې ۶۷ پر ۶۳ پایلې سره سوریې ته ماته ورکړي.

په دغو سیالیو کې د عراق، سوریې، لبنان، هندوستان او افغانستان لوبډلو ګډون کړی وه او افغانستان وتوانېد چې خپل لومړني حضور سره د اتلولۍ جام خپل کړي.

له دې مخکې د بسکټبال ملي لوبډلې په خپله څلورمه لوبه کې کوربه هېواد لبنان ته ۶۱ پر ۱۲ پایلې سره ماتې ورکړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د هېواد بسکټبال ملي لوبډلې د دغو سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه له عراق څخه د ۶۰ پر ۴۷ پایلې سره ګټلې وه.

Thumbnail

د هېواد د پاراولمپیک د بسکټبال ملي لوبډلې د شنبې په شپه (د تلې په ۱۰ مه) د لبنان تریپولي ښار کې د بسکټبال سیالیو اتلولي خپله کړه.

د هېواد دغو ملي لوبغاړو د دغو سیالیو په وروستۍ لوبه کې چې له ماتې پرته دغه پړاو ته یې لاره پیدا کړې وه، وتوانېده چې ۶۷ پر ۶۳ پایلې سره سوریې ته ماته ورکړي.

په دغو سیالیو کې د عراق، سوریې، لبنان، هندوستان او افغانستان لوبډلو ګډون کړی وه او افغانستان وتوانېد چې خپل لومړني حضور سره د اتلولۍ جام خپل کړي.

له دې مخکې د بسکټبال ملي لوبډلې په خپله څلورمه لوبه کې کوربه هېواد لبنان ته ۶۱ پر ۱۲ پایلې سره ماتې ورکړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه