د هېواد د فوټبال ۱۷کلنې لوبدلې د سبروتو کپ سیالیو په نیمه پای لوبه کې د هند کریلا لوبډلې ته ۰ـ۱ پر وړاندې ماته ورکړه.
د افغانستان لوبډله له دې بریا سره وتوانېده چې د دې سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړي.
د لوبې یوازینی ګول د لومړۍ نیمايي په اضافي وخت کې شبیر ترسره کړ او له دې سره بریا د افغان لوبغاړو په برخه شوه.
ټاکل شوې ده چې د سبروتو کپ سیالیو وروستۍ لوبه سېشنبې( د لړم په ۲۹مه نېټه) ترسره شي.
پای لوبه کې به د افغانستان د ۱۷ کلنو فټبال ملي لوبډله د بنګله دیش له لوبدلې سره لوبه وکړي.
د سبروتو کپ سیالۍ دوه اوونۍ مخکې د آسیا او اروپايي هېوادونو د ۴۰ لوبډلو ترمنځ پیل شوې.
د افغانستان لوبډلې ۶بریاوې درلودې په داسې حال کې چې هیڅ ماته یې نه ده خوړلې او له دې سره یې ځان د سیالیو پای لوبې ته ورساوه.