Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د والیبال اتلولۍ لوبې د کابل په کوربه‎‌توب پیل شوې

هېواد کې د والیپال د اتلولۍ لوبې نن(پنج شنبې د لیندۍ په ۷مه نېټه) د کابل په کوربه توب د بدني روزنې عمومي ریاست کې پیل شوې.

لوبغاړی، میلاد ابراهیمي زیاتوي:«موږ کابو یوه میاشت د دغو لوبو لپاره په قرنطین کې وو، او تمرین مو کړی. دا سیالۍ چې اوس ترسره کېږي، د ملي لوبډلې لپاره د نویو څېرو ګمارنې لپاره ده، او موږ هیله لرو چې فاینل ته ورسیږو.»

د والیبال فدراسیون غړی، محمد یوسف صادق وايي:«نن لوبې پیل شوې، او له ولایتونو د لوبډلو ترمنځ لوبې دي، او موږ هڅه کوو چې ټول ولایتونه په کې شامل شي.»

په دې لوبو کې ۱۳ لوبډلو له بیلابیلو ولایتونو ګډون کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو په پای کې غوره څېرې د هېواد د والیبال د تنکیو ځوانانو او لویانو ملي لوبډلو ته وروپيژندل شي.

په دې سیالیو کې ۱۳ لوبډلو له بیلابیلو ولایتونو ګډون کړی دی

شریک یي کړئ