د پاکستان په سوات کې د سکي امتیازي سیالیو په ترڅ کې افغانې لوبغاړې، ناظمه خیرزاده د برنزو مډال ترلاسه کړ.
نوموړې دغو سیالیو کې د سللوم په برخه کې لوبه کړې او مډال ته رسېدلې.
همداراز دغو سیالیو کې سجادحسیني او علي شاه فرهنګ هم په ګډه د ۴۵ لوبغاړو ترمنځ پنځه ویشتم ځای خپل کړ.
د پاکستان سکي امتیازي سیالیو کې اوکرایني، د تاجیکستان، یونان او آذربایجان لوبغاړو ګډون کړی دی.
د ویلو ده چې دغو څلور ورځنیو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب څلورو نارینه او یوې ښځینه لوبغاړې ګډون کړی دی.
پاکستان کې د سکي امتیازي نړیوالې سیالۍ (چهارشنبې د سلواغې په ۱۶مه نېټه) د افغان لوبغاړو په ګډون پیل شوې.
دغه لوبې د افغانستان، پاکستان، تاجکستان، آذربایجان، یونان او اکراین هېوادونو د ۵۰ لوبغاړو په ګډون د پاکستان په کوربه توب ترسره شوې.