Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښځو نړیوالې ورځې په ویاړ نندارتون

په بلخ ولایت کې یو شمېر سوداګرو مېرمنو د مارچ میاشتې د اتمې نیټې د لمانځلو په موخ په مزارشریف ښار کې خپل تولیدی توکي نندارې ته وړاندې کړل.

په یاد ولایت کې کابو دوه زره مېرمنې پر سوداګرۍ بوختې دي، دغه میرمنې په بیلابیلو برخو کې لکه لاسي صنایعو، د خوراکي او به لاس د جوړو شویو جامو په برخه کې کار کوي.

هغه مېرمنې چې په تولیدي برخه کې کار کوي، د دې ډول نندارتونو جوړول له اهمیته ډک ګڼي.

مارینا چې چرمي بکسونه جوړوي، له بغلان یې دې نندارتون کې ګډون  کړی. هغه د خپلو تولیداتو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي سرټکوي، خو د کورنیو تولیداتو پر کارونې ټینګار کوي.

قندي امکي  د لسو کلونو راهیسې په بلخ کې د پوښاک او لاسي صنایعو د تولیداتو په برخه کې کار کوي. دغه مېرمن وايي، په بلخ کې سلګونه مېرمنې په شال اوبدنه، ګلیم او قالین اوبدنه او همدا ډول د لاسي صنایعو د تولیداتو په برخه کې کار کوي او له همدې ادرسه توانېدلي چې خپل اقتصادي وضعیت یو څه ښه کړي.

بلخ

د دې نندراتون ډېرې لیدونکې هم مېرمنې دي. دوی د دې نندارتون جوړول یوه لاس‌ته راوړنه بولي.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ښځو د تولیداتو د پلور او ورته د بازارموندنې لپاره یو شمېر نندارتونونه جوړ شوي، خو لا هم د مېرمنو د لاسي صنایعو لپاره د یوه مناسب بازار نشتوالی، د هغوی د اقتصادي ودې پر وړاندې یوه ستره ستونزه یادېږي.

د ښځو نړیوالې ورځې په ویاړ نندارتون

هغه مېرمنې چې په تولیدي برخه کې کار کوي، د ښځو لخوا د تولید شویو صنایعو لپاره د نندارتونونو جوړول ګټور بولي

شریک یي کړئ