Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کروناویروس له کبله د مبارز او هوتک لوبې وځنډول شوې

هېواد کې د ازادو سیالیو د دوو لوبغاړو بازمحمد مبارز او احمد ولي هوتک سیالۍ د کرونا وایرس له امله ځنډېدلې دي.

ټاکل شوې وه چې د هېواد د ازادو سیالیو دغه دوه مخکښ لوبغاړي مسکو کې د فایت نایت ګلوبل سازمان په سیالیو کې له خپلو سیالانو سره ډګر ته ووځي.

په روسیه کې د افغانستان د ازادو مبارزاتو د سیالیو همغږی کوونکی درمل لاهو وايي د بازمحمد مبارز او احمدولي هوتک سیالۍ چې ټاکل شوې وه د روان زیږدیز کال په اپریل میاشت کې ترسره شي، د کرونا ویروس د خپرېدو له امله تر درې نیمو میاشتو پورې ځنډول شوې دي.

د افغانستان د آزادو سیالیو همغږی کوونکی، درمل لاهو په دې اړه وايي:«متاثره یوو چې زموږ دواړو لوبغاړو ښه چمتووالی نیولی وو، او دواړه په قرنطین کې وو.»

دغه سیالۍ په داسې حال کې ځنډول شوې چې تر دې مخکې اعلان شوی وو چې بازمحمد مبارز به د اپریل پر درېیمه او احمد ولي هوتک به د اپرېل پر دولسمه په فایټ نایټ ګلوبل او ACA سازمانونو کې د خپلو سیالانو پر وړاندې سیالۍ وکړي.

د آزادو مبارزاتو لوبغاړی، باز محمد مبارز زیاتوي:«ما دوو میاشتو کې خپل تمرین سخت کړی وو او چمتو وم چې خپل چکي سیال پر وړاندې مبارزه وکړم او افغانستان ته ویاړ کسب کړم، خو له بده مرغه چې دغو بدبختیو نه یوازې افغانستان بلکې ټوله نړۍ له ستونزو سره مخامخ کړې ده.»

ویل کیږي د دغو دوو افغان لوبغاړو سیالۍ به په جولای میاشت کې ترسره شي او همداراز به ښاغلی مبارز او ښاغلی هوتک د یادو لوبو د چمتوالي لپاره ډېر وخت ولري.

د بازمحمد مبارز او احمدولي هوتک سیالۍ چې ټاکل شوې وه د روان زیږدیز کال اپریل میاشت کې ترسره شي، د کرونا ویروس د خپرېدو له امله تر درې نیمو میاشتو پورې ځنډول شوې دي.

شریک یي کړئ