Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کریکټ نړیوالو سیالیو کې د افغانستان دریمه ماته

د کریکټ نړیوال جام سیالیو کې افغانستان خپله دریمه لوبه د نيوزيلنډۍ لوبډلې پر وړاندې د ۷ ويکټو په توپیر وبایلله.

د دغې لوبې پچه نيوزيلنډ وګټله او افغانستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

په دې لوبه کې حشمت الله شهيدي وروستۍ لوبغاړی وو چې ۵۹ منډې کړې وې.

د نيوزيلنډ له خوا نيشام ۵ او فيرګوسن ۴ لوبغاړي وسوځول.

افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۱.۱ اورونو کې ۱۷۲ منډې وکړې او د نيوزيلنډ لوبډلې ته يې د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه.

د ياد هدف پوره کولو لپاره د نيوزيلنډ له خوا نه مارټن ګپټيل او کولن مونرو توپوهنې ته راووتل، خو افتاب عالم د لومړي اور په لومړي توپ ګپټيل وسوځاوه او بې د کومې منډې يې د نيوزيلنډ لومړۍ ويکټه واخيسته. ګپټيل د افتاب په توپ نجیب الله ځدراڼ کيچ کړ.

افغان لوبغاړي، افتاب عالم د نیوزیلنډ درې لوبغاړي وسوځول.

نيوزيلنډ ياد هدف د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره او په ۷ ويکټو يې بريا خپله کړه. د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نيشام ته ورکړل شوه.

ټاکل شوې افغانستان د جون میاشتې په ۱۵مه نېټه له سویلي افریقا سره خپله څلورمه لوبه ترسره کړي.

شریک یي کړئ