Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راشد: افغانستان د ښه کېدو لپاره باید پیاوړو لوبډلو سره لوبه وکړي

افغان کریکټ لوبغاړی راشد خان چهارشنبې(د تلې په ۳مه نېټه) د کریکټ نړیوالې شورا په نوملړ کې د ۲۰اوریزو لوبو لپاره د غوره لوبغاړو په سر کې راغلی، وايي، افغان کریکټ ملي لوبډله د پیاوړې کېدو لپاره د نړۍ قوي لوبډلو سره لوبې کولو ته اړتیا لري.

هغه په دې باور دی چې افغانستان باید له نورو لوبډلو لکه د انګلستان، اسټرالیا او نوي زیلاند او نورو قوي لوبډلو سره لوبه وکړي، تر څو په څلور ورځنیو، یوې ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې لا هم پیاوړې شي.

د کریکټ ملي لوبډله چهارشنبې له بنګله دیش سره له لوبو وروسته هېواد ته راستنه شوه. افغانستان په ټسټ لوبه کې بنګله دیش ته ماته ورکړه او بله شل اوریزه یې هم وګټله، خو دریمه لوبه کې چې شل اوریزه وه، ماته شوه.

دریمه شل اوریزه لوبه هم د یادو لوبډلو ترمنځ د باران اورښت له کبله ترسره نشوه او بنګله دیش د کریکټ نړیوالې شورا قانون له مخې د لوبو جام د افغانستان لوبډلې ته پرېښود.

ټاکل شوې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ هم درې یوه ورځنۍ او دوې ۲۰ اوریزې لوبې ترسره شي.

همداراز افغانستان به تر دریو راتلونکو کالو کې له اسټرالیا سره هم دوې ټسټ او درې یوه ورځنۍ لوبې ولري.

راشد خان خبریالانو ته ویلي دي:«موږ باید له بنګله دیش سره لا نورې لوبې درلودی. لکه یوې ورځنۍ او ټسټ لوبې.»

هغه زیاته کړې:«د هېوادونو د کریکټ بورډ باید په دې اړه فکر وکړي او درې د ټسټ لوبې باید ترسره شي. ملي لوبډلې ته ډېرې پنځوس اوریزې او ټسټ لوبې به ښې وي. تر څو لوبډله ښه شي.»

راشد د ملي لوبډلې په ښه کېدو ټینګار کړی تر څو په نړیوالو لوبو کې ښه وځلیږي.

هغه زیاته کړې:«موږ ناخوښه یوو چې د نړیوالو ټسټ لوبو برخه ینه یوو، خو هغه څه چې اوس پرې فکر کوم دا ده چې باید په ټسټ لوبه کې ښه لوبه وکړو.»

راشد خان غواړي چې افغانستان لکه د انګلستان، اسټرالیا او نوي زیلاند په څېر نورو قوي لوبډلو سره لوبه وکړي

شریک یي کړئ