Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راشد خان د هند غوره لیګ سیالیو کي د ښې لوبې له کبله وستایل شو

د هېواد کرکټ لوبغاړی، راشد خان چې اوسمهال په هند کې غوره لیګ کې له سن رایزرس سره لوبه کوي، تېره شپه(جمعه د غبرګولي۴مه) د کلکتې لوبډلې سره لوبه درلوده، ښه وځلید او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

نوموړي په دې لوبه کې چې د هند غوره لیګ یوولسم پړاو او دوهمه نیمه پای‎لوبه وه، درې ویکټې د ۱۹ منډو په ورکړې سره واخیستې او همداراز یې د ۱۰ توپو سره ۳۴ منډې هم وکړي، دا لوبه د سن رایزرس په ګټه پای ته ورسېده.

دې لوبه کې د لوبې سره د ملي یووالي حکومت مشرانو په ګډون ډېر شمېر کرکټ نامتو لوبغاړو، دی ستایلی دی.

د نړۍ نامتو کرکټ لوبغاړي، سچن تندولکر د تېرې لوبې په لیدو سره په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي چې اوس مهال د راشد خان وړتیا په اړه "شک او ګمان" نلري.

ده زیاته کړې ده:«تل مې احساس کاوه چې راشد خان یو ښه تو اچوونکی دی، خو اوس پوهېږم چې د نړی غوره ګګلي توپ اچوونکی دی او باید په یاد ولرئ چې هغه د توپ وهنې وړتیا هم لري.»

لوبه سن رایزرس پیل کړه او په ۲۰ ا ورونو کې یې د ۱۷۴ منډو موخه سیالې لوبډلې ته وټاکله.

د کلکتې نایټ رایدرز لوبډلې لوبغاړو توپ اچوونه پیل کړه چې ګلدیپ یادو ښه وځلید او د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي یې له لوبې ویستل.

سره له دې چې د نایټ‎رایدرز لوبغاړی، کریس لاین ښه وځلید او د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۴۸ منډې ترسره کړې، خو دې لوبډلې ښه لوبه پیل نکړه او لوبه یې د ۱۴منډو په توپير سره وبایلله. له دې سره د راشد خان یارانو لوبډلې د هند غوره لیګ لوبو پای لوبې ته لار پیدا کړه.

راشد خان د غوره لوبغاړي جایزه په ننګرهار ولایت کې د کرکټ له لوبغالي کې د چاودنو قربانیانو ته ډالۍ کړه.

نوموړي په دې اړه وویل:«غواړم دا د غوره لوبغاړي جایزه هغو کسانو ته ډالۍ کړم چې څو ورځې مخکې افغانستان کې ژوند له لاسه ورکړ ډالۍ کړم. موږ ډېر خواشني یوو، زه ډېر خواشینۍ یم، خو دا جایزه او ټوله لوبه ورته ډالۍ کوم.»

همداراز د سن رایزرس لوبډلې کپټان، ویلیمسن وویل:«هغه عالي وه. موږ به سبا هم یوه لوبه ولرو، ځکه به هغه وساتو. خو هغه په وروستو ورځو کې ډېر غوره وه.»

ولسمشر غني په خپله ټوېټر پاڼه کې د راشد خان په  اړه لیکلي دي:«افغانان پر خپل اتل راشد خان ویاړ کوي. زه هم له هندي دوستانو مننه کوم چې زموږ لوبغاړو ته یې زمینه برابره کړې.»

اجرائيه رئيس، عبدالله عبدالله هم لیکلي دي:«هغه څه چې ۱۹ کلن راشد خان د سن رایزرس لوبډلې ته وکړل، د کرکټ نړۍ ډېره غوره ده. د هغه غوره وړتیا د هغه ټیم او افغان ملت ته ویاړ دی.»

د هند غوره لیګ کې د راشد خان ښه ځلېدل لامل شو چې د ولسمشر غني، اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله او د نړۍ کرکټ غوره لوبغاړو لخوا وستایل شي

شریک یي کړئ