د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي شهزاد محمدي د نړۍ په سطحه د ډېرې تېزې پنځوسیزې ریکارډ خپل کړ.
هغه تېره شپه عربي متحده اماراتو کې په لس اوریزو لوبو کې په ۱۲ توپونو ۵۲ منډې جوړې کړې، چې په نړۍ کې يې د ژر پنځوسیزې جوړونې ریکارډ وګاټه.
محمدي همدارنګه په ۱۶ توپونو ۷۴ منډې جوړې کړې، چې د لوبې تر پایه ودرید او لوبډلې يې لوبه وګټله.
په عربي متحده اماراتو کې دې لس اوریزو لوبو کې د ملي لوبډلې ۱۵ غړي د نړۍ د بېلابېلو لوبډلو له لوري اخیستل شوي دي.
لوبه کې ټولو اتو لوبډلو برخه اخیستې ده، چې تېره شپه د سند لوبډلې چې پکې شهزاد محمدي، سید شیرزاد، قیس احمد او کریم جنت ګډون لري، له خپلې مقابلې لوبډلې لوبه وګټله.