Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ظاهرخان او سیدشېرزاد د اېرلنډ پر وړاندې ټسټ لوبې ټیم کې شامل شول

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې ویلي دي چې د ایرلنډ پر وړاندې ټسټ لوبه کې یې ظاهرخان پکتین او سیدا حمد شېرزاد شامل کړی دي.

د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي په دې اړه وویل:«ظاهرخان او سید شېرزاد دواړه په فرسټ کلاس کرکټ کې ښه مخینه لري او د افغانستان لپاره یې د کرکټ نړیوالې شورا انټرکانټیننټال جام لوبو کې هم لوبېدلي دي. کله مو چې د ټېسټ لوبې لپاره ۱۴ کسیزه لوبډله اعلانوله نو د ظاهر خان فزیکي جوړښت یا فټنس ته مو انتظار ایسته او دا چې اوس نوموړی په بشپړ ډول ښه دی، پرېکړه مو کړې چې هغه لوبډلې ته اضافه کړو او سید شېرزاد به هم د اړتیا پر مهال د چټک توپ اچونکي په توګه له موږ سره په لوبډله کې شامل وي.»

د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان په ټیسټ لوبډله کې اصغر افغان لوبډلمشر محمد شهزاد ویکټ ساتونکی احسان الله جنت، جاوید احمدی، رحمت شاه، ناصر جمال، حشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی) ، محمد نبي، راشدخان، وفادار مومند، یمین احمدزی، شرف الدین اشرف، وقار سلامخېل، ظاهرخان او سید شېرزاد، شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توپ د ایرلنډ پر وړاندې دغه ټېسټ لوبه د روانې مارچ میاشتې په ۱۵مه پیل او تر ۱۹مې پورې دوام مومي.

د افغانستان په کوربه توپ د ایرلنډ پر وړاندې دغه ټېسټ لوبه د روانې مارچ میاشتې په ۱۵مه پیل او تر ۱۹مې پورې دوام مومي

شریک یي کړئ