Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له لوبغاړو سره په دوه ګوني چلند د باولینګ ملي فډراسیون تورنېدل

د افغانستان د باولینګ ملي لوبغاړې فضیله حورزاد د باولینګ ملي فډراسیون په سلیقوي او دوه ګوني چلند تورن وي.

اغلې حورزاد وايي، د کویټ له اسیاسي سیالیو څخه تر راستنېدو وروسته چې د «اکتوبر په ۱۹مه»وې، د یو کال لپاره د ملي لوبډلې غړیتوب ترې اخیستل شوی او پر ځای یې بله لوبغاړې لوبېږي.

خورزاد وايي چې د باولینګ فډراسیون چارواکو له دې پرته چې هغه خبره کړي «په کویټ کې له سیالیو وروسته د بې حجابۍ په تور» هغه د یوه کال لپاره له سیالیو بې برخې کړې ده.

د هغې په وینا د باولینګ ملي لوبډلې یوه بله غړې زحل هم د یوه کال لپاره په سیالیو کې له ګډونه برې برخې شوې ده:«دوی چې کله بل دلیل نه درلود، راغلل وې ویل چې دوی د سفر په لړ کې بدحجابي کړې؛ د سیالیو په لړ کې زموږ حجاب په بشپړه توګه مراعات کړی و، د دې سربېره په هغو ټورنمنټونو کې چې افغانستان کې ترسره کېږي، نجونې پړوني نه لري، خو دا چې موږ د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی وو، خپل پړونی مو داسې تړلی و چې حتا زموږ وېښته مالوم نه شي. موږ غواړو دغه تورونه چې دوی لګولي ثابت کړي.»

خورزاد وايي چې کابو نهه میاشتې مخکې د باولینګ ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ او په دغې موده کې د باولینګ په فډراسیون کې د ډېر سلیقوي چلند شاهده وه.

هغه زیاتوي:«دا کړنه یې یوه ناقانوني او له تعصبه ډګه ده او زور ویل دي... د اولمپيک له رییسه او د بدني روزنې له چارواکو او له هغو کسانو چې لږ تر لږه له ښځو د ملاتړ ادعا کوي، زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ لپاره عدالت غوښتنه وکړي»

خو د باولینګ ملي فډراسیون بیا وايي، دغه لوبغاړې یې د افغانستان د ورزش له قانون څخه د سرغړونې او تخطۍ له کبله له لوبو لیرې کړې ده.

د باولینګ د فډراسیون رییس ادریس فاروقي په دې اړه وویل:«د افغانستان د باولینګ ملي فډراسیون د افغانستان د سپورټ قانون ته پام کې نیولو او همدارنګه د افغانستان د باولینګ فډراسیون اساس نامې ته په کتو سره، مېرمن فضیلې چې د کویټ په اسیايي سیالیو کې یې سرغړونه کړې وه او د هغه دوام، د افغانستان د باولینګ فډراسیون په تخریب لاس پورې کړی او غوښتي یې دي چې فډراسیون بدنامه کړي، د فډراسیون انظباطي کمېټې پرېکړه وکړه څو دغه مېرمن یوکال په افغانستان او له افغانستانه بهر د باولینګ له هر ډول فعالیته بې برخې کړي.»

اخوا د اولمپیک د ملي کمېټې رییس وایي چې د افغانستان د لوبغاړو هر ډول سرغړونه په قانون کې تعریف شوې ده.

د المپيک د ملي کمېټې رییس حفیظ‌ الله ولي رحیمي څرګنده کړه:«زموږ د ټولو لوبغاړو فعالیتونه، نظم او دیسپلین په کور دننه او بهر د قانون په چوکاټ کې تظیم شوي او هېڅ لوبغاړی نه شي کولای له هېواده بهر، د یوه هېواد له اصول، اساساتو، دود او دستور پر خلاف فعالیت وکړي.»

په کویټ کې د باولینګ په آسیایي لوبو کې د افغانستان په استازیتوب، درې نارینه وو او دوو ښځینه لوبغاړو، دوو روزونکو او یوه سرپرست ګډون کړی و.

د باولینګ فډراسیون دوه کاله وړاندې د اولمپیک د ملي کمېټې په اډانه کې رامنځته شو.

شریک یي کړئ