Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسي د بارسلونا د پرېښود غوښتونکی شو

د پارسلونا کلب ارجنټایني ستوری لیونل مسي له کابو دوه لسیزو وروسته د دغه کلب د پرېښودو هوډ کړی دی.

د مسي دې پرېکړه له هماغه لومړنیو شېبو نړیوال غبرګونونه راوپارول او د بارسلونا پلویان یې د دغه کلب د مدیریت په وړاندې اعتراضونو ته اړ کړل.

یوازې څو کاله وروسته د سپورټ نړۍ ته دا ډول خبرونه ټکان ورکوي.

هغه ګنګوسې او اوازې چې له یوې مودې راهیسې د بارسلونا د پرېښودو لپاره د مسي د پرېکړې په اړه راپورته شوې وې، اوس په واقعیت اوښتي دي. لیونل خپله پرېکړه په یوه فکس کې د کلب مدیرانو ته استولې ده.

ټول مسي غواړي، خو یوازې د منچسټر یونایټېډ، سیټي او پارسن ژرمن په توګه کلبونونه کولای شي له مالي پلوه مسي خپل کړي.

له بارسلونا سره د دغه لوبغاړي په تړون کې یو بند دی چې د هغه پربنسټ، مسي کولای شي د هر فصل په پای کې په ازاده توګه د جلایۍ غوښتنه وکړي؛ خو د بارسلونا مدیران په دې اند دي چې د دغه بند وخت تېر شوی او د مسي پېرودونکي کلبونه کولای شي چې یوازې د تړون د فسخې له شمېر سره چې ۷۰۰ مېلیونه یورو دي، هغه خپل کړي.

څه باندې دوه کاله مخکې کرسېټيانو رونالډو د ریال ماډرېډ له پرېښودو سره، د دغه کلب او لالیګا مینه وال هیږ کړل او اوس د اسپانیا له لیګه د مسي د تللو خبر، ټول یې حیران کړي دي.

د کلب له چارواکو سره نه چندان ښه اړیکه، له سپورټي مدیرانو سره د لیدلوري اختلاف او د بارسلونا د پروګرامونو په هکله بې باوري، هغه اصلي لاملونه دي چې مسي د خپلې غوښې کلب پرېښودو ته اړ اېستلی دی.

مسي د بارسا لپاره په ۷۳۱ لوبو کې ۶۳۴ ګولونه وهلي او د ګول ۲۸۵ پاسونه یې ورکړي دي.

هغه په دغه کلب کې، د لالیګا لیګ لس ځله اتلولۍ او د اروپا د اتلانو لیګ د څلور ځله اتلولۍ په ګډون د ۳۴ جایزو ګټونکی شوی دی.

مسي د سرو زرو د شپږو توپونو او د سرو زرو د شپږو بوټانو له لرلو سره له دې پلوه په فوټبال په نړۍ کې له ټولو مخکې دی.

اوس او په راتلوونکو ورځو کې، د فوټبال نړۍ! او د فوټبال مینه وال یوازې له دې پوښتنو سره به ښکېل وي چې ایا مسي په بارسلونا کې پاتې کې.ي او یا واقعاً تلونکی دی او که ځي، کوم کلب یې راتلوونکی مقصد دی؟   

مسي د بارسلونا د پرېښود غوښتونکی شو

د مسي دې پرېکړه له هماغه لومړنیو شېبو نړیوال غبرګونونه راوپارول.

شریک یي کړئ