Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسي په نړۍ کې د فوټبال غوره لوبغاړی شو

د بارسلونا ارجنتایني لوبغاړی، لیونل مسي د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د فوټبال غوره لوبغاړی شو.

په ایټالیا کې د جایزو ورکړې په موخه د فیفا لخوا جوړو شویو مراسمو کې د کال د ښایسته ګول، د ښځو او نارینه و په برخه کې د غوره لوبغاړو او روزونکو جایزې ورکړل شوې.

په دې مراسمو کې چې دوشنبې ماښام(د تلې په لومړۍ نېټه) ترسره شول د مسي ترڅنګ ویرژیل فن دایک او کریستیانو رونالدو هم د غوره لوبغاړي عنوان ته نوماند وو چې مسي دا عنوان خپل کړ.

امریکايي لوبغاړې، مګان راپینو د فیفا لخوا د کال غوره لوبغاړې وټاکل شوه.

هغې د جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل:«هغه داستانونه چې سږ کال ماته الهام بخښونکي وو، رحیم استرلینګ او کالیدو کولیبالي پورې تړاو لري. دوی د ژوند په پړاوونو کې له توکم پالنې سره مخامخ وو، خو ویې کولی شول چې دې موضوع باندې بریالي شي او هغه ایرانۍ جلۍ چې نه یې شول کولی، لوبې وګوري، ځان یې وسوځولو.»

هغې زیاته کړه:«داسې داستانونه زه خپه او ناهیلې کړم. موږ دا فرصت لرو چې له دې ښایسته لوبې ګټه پورته کړو، تر څو نړۍ په یوه ښکلي ځای بدل کړو.»

جیل الیس د غوره روزونکې په توګه وټاکل شوه. همداراز مرنیل زوري د پوشکاش له ډلې د کال د غوره ګول جایزه ترلاسه کړه.

د لیورپول دروازه ساتونکی، لیسون بکر هم په خپله برخه کې غوره لوبغاړی شو.

د ښځو په برخه کې هالنډۍ، ساري ون وندل د غوره دروازه ساتونکې جایزه واخیسته.

د فیفا رییس، جان انفانتینو په مراسمو کې وویل:«په درې وروستیو کې موږ د یو شمېر لوبډلو د پلویانو لخوا د توکم پالنې شاهدان وو. دا کار نور د منلو نه دی. موږ باید توکم پالنې ته نه اوایوو.»

د مراسمو په پای کې هغو کسانو چې چایزه ترلاسه کړه، په تالار کې د حاضرینو لخوا وستایل شول.

مسي په نړۍ کې د فوټبال غوره لوبغاړی شو

د لیورپول آلماني روزونکی، یورګن کلوپ چې تېر کال یې لوبډله د اتلو لوبډلو د لیګ اتله شوه، د غوره روزونکي په توګه د کال روزونکی شو

شریک یي کړئ