Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نایب: د اصغر په مشرۍ لوبډله کې لوبه نه کوم

د هېواد د کریکټ ملي لوبډلې مخکنی لوبډل مشر، ګلبدین نایب د راشد خان پر ځای د لوبډل مشر په توګه د اصغر افغان له ګمارنې سره مخالف دی.

له هغې ورسته چې کرکټ بورډ اصغر افغان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کیپټان په توګه وټاکه، ګلبدین نایب په خپله فسبوک پاڼه کې د ودیویي پیغام له لارې ویلي چې تر هغې به ملي لوبډله کې لوبه ونه کړي، څو اصغر افغان د لوبډلې مشري ولري.

نایب، اصغر افغان د نړیوال جام لوبې په ترڅ کې په خیانت تورن کړی دی.

ګلبدین نایب دغه ودیویي پیغام کې زیاته کړې ده چې په اسلام اباد کې اوسنی افغان سفیر او د کرکت بورډ پخوانی مشر عاطف مشعل د کرکټ په چارو کې مداخله کوي.

ورته مهال د ولسمشر سلاکار او د کرکټ عالي بورډ غړي ضیاوالحق امرخیل په خپله ټویتر پاڼه د کرکټ بورډ اوسني چارواکي په بې کفایتي تورن کړي دي.

 د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ(چهارشنبې د لیندۍ په۲۰مه) اعلان وکړ چې د هېواد د کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډل مشر، اصغر افغان یو ځل بیا د ملي لوبډلې د لوبډل مشر په توګه ټاکل شوی.

کریکټ بورډ وویل چې ښاغلی اصغر یې د راشد خان پر ځای ټاکلی او وروسته له دې به راشد خان له اصغر افغان سره د مرستیال په توګه دنده پر مخ وړي.

اصغر افغان د روان کال د وري په میاشت کې له لوبډلمشرۍ څخه ګوښه کړل شوی وو.

په هغه وخت کې د ښاغلي افغان پر ځای په یو ورځنیو لوبو کې ګلبدین نایب، په شل اوریزو لوبو کې راشدخان ارمان او په ټسټ یا پنځو ورځنیو لوبو کې رحمت شاه زرمتی د لوبډلمشرانو په توګه ټاکل شوي وو.

شریک یي کړئ