Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نړیوال جام او اسیا ملتونو جام دغوراوي پاتې سیالیو نېټه څرګنده شوه

د فوټبال نړیوال فډراسیون او د اسیا کنفډراسیون اعلان کړی، ټاکل شوې چې د قطر ۲۰۲۲ نړیوال جام او د اسیا ملتونو ۲۰۲۳ جام د غواري پړاو سیالۍ د روان زیږدیز کال د اکټوبر په میاشت کې بیا پیل شي.

په دې ترتیب سره د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به د اکټوبر په ۸مه د بنګله دېش مېلمنه او د اکټوبر په ۱۳مه به د عمان کوربه وي.

د نړیوال جام او اسیا ملتونو جام د غوراوي سیالیو اوم او اتم پړاونه د کورونا ویروس د خپرېدو له امله ځنډول شوي وو.

د دغه سیالۍ به د روان زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې په اتمه او ۱۳مه ترسره شي.

له دې سره هم مهاله، د روسیې د فوټبال لومړي درجې لیګ د «دینامو ماخاچکلا» لوبډلې بریدګر لوبغاړي امیرمحمد د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته بلنه منلې ده.

د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې سر روزونکی انوش دستګیر وايي چې دغه ۲۴ کلن لوبغاړی به د نړیوال جام او اسیا ملتونو جام د غوراوي پاتې سیالیو په ترکیب کې به وي.

شریک یي کړئ