Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د ښځینه والیبال غوراوي سیالۍ پیل شوې

هرات کې د ښځینه لوبغاړو غوراوي لپاره نن(یکشنبې د سلواغې په ۶مه نېټه) سیالۍ پیل شوې.

دغو سیالیو په لړ کې به د نجونو اته د والیبال لوبډلې په دوو ډلو کې سره سیالي وکړي.

د دغو سیالیو موخه ملي لوبډلې ته د غوره څېرې ټاکل دي.

هرات کې لوبغاړې دا سیالۍ د والیبال ودې لپاره مهمې بولي او ترې هرکلی کوي.

د والیبال لوبغاړې، فاطمه احمدي وايي:«ما له ډېرې لیوالتیا سره هڅه کړې او حتمآ به دې لوبو کې بریالۍ شم.»

بله لوبغاړې، مروه سعیدي زیاتوي:«دا چې روزونکې مو یوه ښځه وه، ښه تمرین مو وکړ او دا لوبې به یوسو.»

دغه ښځینه لوبغاړې وايي له دوو میاشتو راهیسې په لږو امکاناتو سره تمرین کوي.

دوي خپلې اصلي ستونزې د نجونو لپاره د ځانګړي جمنازیوم نشتوالی بولي.

د والیبال لوبغاړ، فرسته رسولي زیاتوي:«موږ د ښځو لپاره خصوصي جمنازیوم نلرو، او خپل تمرینونه په خپلو شخصي لګښتونو کوو.»

سره له دې د نجونو د والیبال لوبډلې روزونکی وایي له والیبال سره د نجونو علاقه مندي په زیاتیدو ده.

دا په هرات کې د والیبال د منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالیو دوهم کال دی، تیر کال هم څلورو غوره لوبغاړو د ښځو د والیبال لوبډلې ته لاره پيدا کړه.

دا دوهم کال دی چې هرات کې د نجونو د والیبال غوراوي سیالۍ ترسره کيږي

شریک یي کړئ