Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هغه افغان سوک وهونکی ماشوم چې د خپل پلار لار یې تقعیب کړې

په المان کې کډوال ماشوم حافظ پرواني، په دې وروستیو کې د سوک وهنې حرفه يي تمرینانو سره ډېری یې هیږ کړي دي.

دغه ځيرک ماشوم اته کاله عمر لري او وايي چې د سوک وهنې الهام یې له خپل پلار څخه اخیستی دی.

هغه وايي چې هیله لري یوه ورځ د افغانستان تر بیرغ لاندې د نړۍ په سترو ډګرونو کې لوبه وکړي او د افغانستان لپاره ویاړ ترلاسه کړي.

حافظ وايي:«له کم عمر څخه تراوسه سوک وهنه کړې. زما پلار، حرفه يي سوک وهوونکی دی، هېڅکله یې لوبه نه ده بایللې او زه هم غواړم یو اتل شم. له ټولو افغانانو سره مینه لرم.»

د دغه ماشوم پلار شکران پرواني هم یو له حرفه يي سوک وهوونکو څخه دی:«ما په خپله ۱۵ ځله سیالي کړې چې ټولې مې ګټلې دي. زما زوی هم سوک وهنه کوي. هغه چې کله دوه کلن و د سوک وهنې تمرین یې پیل کړ.»

د افغانستان د سوک وهنې فډراسیون مسوولان، د دغه اته کلن ماشوم وړتیا ستايي او وايي چې له هغه سره به په دې برخه کې مرسته وکړي.

د افغانستان د سوک وهنې فډراسیون رییس عبدالله شکېب په دې اړه وویل:«د دغه ماشوم وېدیو مې ولیده. واقعاً یو استعداد دی او هغه کړنې یې چې ما ولیدېو هغه هم په اته کلنۍ کېو شونې ده چې په راتلوونکې کې د سوک وهنې نړۍ یو له نابغه ګانو وي.»

دغه افغان ماشوم وايي چې هیله لري یوه ورځ د افغانستان تر بیرغ لاندې د نړۍ په سترو ډګرونو کې لوبه وکړي او د افغانستان لپاره ویاړ ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ