Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د سولې هرکلي لپاره د فوټبال سیالي

هلمند کې د فوټبال د لوبغاړو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیک په ملاتړاو هېواد کې د دایمي اوربند او سولې راتلو هرکلي لپاره د فوتبال څلور ورځنی ټورنمینت په لاره اچولی.

دغو سیالیو کې د د لښکرګاه او د نهرسرا ، نادعلي او ناوې ولسوالیو لوبډلو ګډون کړی.

د هلمند د فوټبال فیدراسیون رییس، رنګین خان دفتاڼی وايي:«د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه چې کېږي، نو موږ یوه اوونۍ نه بلکې دوامداره اوربند غواړو، د دغو لوبو موخه هم دا ده چې طالبانو او حکومت ته اوایو چې خبرې پیل او دوامداره اوربند وشي.»

د فوټبال هغه لوبغاړي چې د هلمند د نادعلي، ناوې او نهرسراج ولسوالیو څخه يې پدغه ټورنمینټ کي ګډون کړی دی وايي له جګړو ستړي دي او د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې يې په هېواد کې د دایمي سولې هیلې راژوندۍ کړې دي.

د فوټبال لوبغاړی، میرولی په دې اړه وايي:«دا چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کېږي، موږ ورته خوشاله کیږي، زه ۳۱ کاله عمر لرم، دې عمر کې ما دوې خوشالۍ لیدلي، یو یې تېر کال درې ورځنۍ اوربند وو او بل یې دا اووه ورځنۍ د تاوتریخوالیو کمښت.»

د فوټبال لوبغاړی، محمد داود زیاتوي:«زموږ خوشالۍ کوچنی او لوی اختر دی، خو موږ تر هغې هم سولې ته ډېر خوشاله یو.مرګونه او وژنې نور نه غواړو.»

بل خوا هلمندیان هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په لاسلیک کېدو خوښ دي او دوی هیله لري، څو د یادې هوکړې وروسته ډېر ژر افغان حکومت او طالبان هم د سولې هوکړې ته ورسیږي.

د لښکرګاه ښار اوسیدونکی عبدالهادي څرګندوي:«موږ ډېره خوشاله یوو، غواړو چې سوله راشي. ټول خلک غواړي چې جګړې پایته ورسیږي او د افغانستان ټول خلک دا غواړي.»

د لښکرګاه ښار بل اوسیدونکی محمد الله زیاتوي:«زما د حکومت او طالبانو غوښتنه دا ده چې سره کیني او ځکه طالبان او حکومت دواړه د افغانستان دي، او دوی باید سره یو موټی شي.»

د روان زیږدیز کال د فیبروي میاشتي ۲۹ نیټه په دوحه کي تر ۱۸ میاشتو چنو وهلو وروسته د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولي هوکړه لاسلیک شوه.

helmand

بل خوا هلمندیان هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په لاسلیک کېدو خوښ دي او د بین الافغاني خبرو د پیل غوښتنه لري

شریک یي کړئ