Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د فوټبال غوره لیګ سیالۍ نن شنبې (د چنګاښ په ۸مه) سوېلي ولایت هلمند کې پيل شوې.

د دغو سیالیو جوړونکي، وايي چې په دغو سیالیو کې، اته ډلې حضور لري او ټاکل شوې د ۵۶ ورځو لپاره سره سیالي وکړي.

د دغه لیګ جوړونکي وايي هغه لوبډله چې تر ټولو ډېر امتیازونه ترلاسه کړي، د دغه لیګ ګټونکی به وي.

هلمند ولایت کې د فوبټال لوبغاړي که‎څه هم د دغه لیګ له جوړېدو هرکلی کوي، خو هغوی د سپورټي امکانانو او د معیاري لوبغالو له نشتونه اندېښمن دي.

یو له دغو لوبغاړو بسم‎الله وايي:«له دې وضعیته زموږ ځوانان ډېر نهیلي کېږي. موږ له فوټبال سره ډېره مینه لرو او نه غواړو چې دا سپورټ پرېږدو خو دا زموږ حق دی چې د ځوانانو په ملي لوبډله کې لوبه وکړو؛ له همدې امله زموږ ځوانان زحمت کاږي.»

یو بل لوبغاړی اېمل هم څرګندوي:«باید مسوولان دلته راشي او زموږ لوبه له نږدې وویني؛ د مسوولانو نه پاملرنه پر لوبغاړو منفي اغېزه لري.»

په ورته وخت کې، د هلمند د فوټبال فډراسیون رییس رنګین دفتاني هم له حکومته غواړي چې هلمند کې دې د لوبغاړو ستونزو ته پاملرنه وشي.

هغه زیاته کړه:«په وروستیو کلونو کې د فوټبال سپورټ ته پاملرنه کمه شوې؛ هغه ستونزه چې د افغانستان د فوټبال فډراسیون او فیفا ترمنځ وه هغه اوس حل شوې او له دې وروسته به ستونزو ته پاملرنه وشي.»

شریک یي کړئ