Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د اوزلوبې لومړی لیګ پیل شو

د کابل په کوربه توب هېواد کې د اوزلوبې لومړی لیګ تېره ورځ(چهارشنبې د کب په ۲۱مه نېټه) د ۲۰۰لوبغاړو په ګډون پیل شو.

ټاکل شوې چې دا له ۱۴ ولایتونو راغلي ۲۰۰ چاپندازان ( آس ځغلونکي) اووه ورځې سره سیالي وکړي.

دوهمه لوبه کې هم اته د صفر پر وړاندې سمنګانو کاپیسا ته ماته ورکړه.

د هېواد د بزکشي فدراسیون رییس، سیف الدین تاندوغان د اوزلوبې لیګ پیل په تړاو وايي:«موږ په دې لوبو کې غواړو چې له ليري پرتو سیمو راغلي ځوانان لوبې وکړي او غوره څېرې وټاکل شي.»

ټاکل شوې وه نن پنج شنبې پنځه نورې لوبې هم ترسره شي، خو د باران له کبله وځنډول شوې.

چاپنداز، توریالي د سیالۍ په تړاو وايي:«موږ پنځه او شپږ میاشتې تمرین کړی وو، او اوس مو لوبه وګټله له پنجشېر نه. او ښه لوبه وه.»

همداراز بل چاپنداز، عزیز امیرخان زیاتوي:«دا لوبه ډېره ښه ده، او روغتیا ته هم ګټه لري.»

بل چاپنداز، ذبیح الله هېواد کې د سولې هیله لري او د اوزلوبې په تړاو وايي:«دا ملي لوبه ده، او دا ملي دود دی، که داسې لوبه وشي، نو بل یې زده کوي، هیله لرو چې سوله راشي او موږ تل داسې لوبې وکړو.»

د لیګ په ترڅ کې به هره ورځ څلور لوبې ترسره کیږي چې په پای کې به د اوزلوبې ملي لوبډلې ته غوره څېرې وټاکل شي.

بزکشی

هېواد کې د اوزلوبې لومړی لیګ پیل شو

لومړۍ لوبه د پنجشېر او تخار لوبډلو ترمنځ وشوه چې تخار دوه د یو پر وړاندې بریا خپله کړه.

شریک یي کړئ