Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د موټرسایکل ځغاستې لپاره د ځوانانو لېوالتیا

که څه هم د موتر سایکل ځغاستې هیجاني او له تحرکت ډکه لوبه په افغانستان کې اوږده مخینه نه لري، خو په دې وروستیو کې دغه سپورټ په هېواد کې دود شوی دی.

د دغه څانګې لوبغاړي وايي چې په هېواد کې دغه سپورټ ته د ځوانانو لېوالتیا ورځ په ورځ زیاتېږي.

که څه هم د موټر سایکل ځغاستې فډراسیون په ۱۳۹۴ کال کې د ملي اولمپيک کمېټې په چوکاټ کې جوړ شو، خو تراوسه دغه فډراسیون ته د حکومت له خوا بودیجه په پام کې نه ده نیول شوې.

په دې لړ کې سمیع الله سادات یو له هغو ځوانانو دی چې له ماشوماتوب د دغه سپورټ مینه وال و او اوس د هېواد د موټرسایکل ځغاستې د ملي لوبډلې غړی دی او په څو بهرنیو سیالیو کې یې هم ګډون کړی دی.

هغه وايي:«دا سپورټ ډېر لګښت لري او حکومت په دې اړه هېڅ هڅه نه کوي. زموږ فډراسیون تراوسه بودیجه نه لري.»
 
د  نارینه موټر سایکل ځغاستو ترڅتګ ځينې نجونو هم دغه سپورټ ته مخه کړې ده.

نګین افشار هغه نجلۍ ده چې له څه مودې راهیسې یې دغه سپورټ ییل کړی دی:«یوه ډېره هیجاني څانګه ده. موږ له دغې څانګې سره مینه لرو خو ستونزې زیاتې دي.»
 
که څه هم په تېرو وختونو کې په افغانستان کې ځينو په انفرادي ډول د موټر سایکل ځغاستې د لوبې په برخه کې فعالیت درلود. خو د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۷ لمریز کابل کې د سید نبي الله سادات له لوري د موټرسایکل ځغلوونکو ټولنه جوړه شو او تر هغه وروسته په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د موټرسایکل ځغاستې فډارسیون رامنځته شو.

تر هغه وروسته چې په هېواد کې د موټر سایکل ځغاستې فډراسیون جوړ شو. د هېواد موټر سایکل ځغلوونکو وکړای شول چې په ایران او پاکستان کې په څو سیالیو کې ګډون وکړي او د افغانستان لپاره یې ښې بریاوې خپلې کړې.  
 
د موټرسایکل ځغاستې لوبه په نړۍ کې یوه له په زړه پورو لوبو ده چې خورا ډېر مینه وال لري.

شریک یي کړئ