Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولي هوتک د خپل روسي سیال پر وړاندې ماته وخوړه

احمد ولي هوتک چې تېره شپه(شنبې د وږي۴مه) یې له روسي لوبغاړي، ډنیس کانکوف سره آزاده لوبه درلوده، ماته وخوړه.

دا لوبه په تاجکستان کې د ای سي‎ بي بنسټ لخوا په لاره اچول شوې وه، ولي هوتګ د دې لوبې په درېیم پړاو کې ماته وخوړه.

ویل کېږي چې وروسته له ۱۹ بریاو دا د ولي هوتک لومړۍ ماته ده.

نوموړي وروسته له لوبې په خپله فسبوک پاڼه کې ليکلي دي:«منم چې ستاسو غوښتنه تل همدا وي چې زه بايد بريالی راستون شم. دا هم واقعيت دی چې تاسو زما په ماته خپه ياست خو له مانه خپه نه ياست. سبا ٢ بجي زما پرنس كانفرانس ته منتظر اوسي.»

په همدې حال کې د احمد ولي هوتک تر ماتې وروسته، باز محمد مبارز هم په خپله فسبوک پاڼه کې ليکلي دي:«هره لوبه کې بایلل او ګټل راځي، د احمد ولي هوتک دا ماته به د هغه محبوبیت کم نه کړي، دی زما ورور دی، زما افغان دی او زما هم‎مسلک دی.»

ده په خپل پیغام کې د هوتک روسیې سیال ته د لوبې کولو چلنج ورکولو ویلي دي.

ښاغلي مبارز زیاته کړې ده:«اړ شوم چې د دوستانو په سلا د ښاغلي هوتک روسي سیال ته چلنج ورکړم.»

د آزادو لوبو لوبغاړی، ولي هوتک د لومړي ځل لپاره د خپل روسیې سیال پر وړاندې تيره شپه په تاجکستان کې په آزده لوبه کې ماته وخوړه

شریک یي کړئ