د کرونا ویروس پراختیا نړۍ کې د انسانانو د ژوند په ټولو برخو اغېزه کړې ده چې اوس مهال یې د نړۍ د سپورټي لوبو تر ټولو لویې سیالۍ هم له نامالوم برخلیک سره مخامخ کړې دي.
د مارچ په میاشت کې د جاپان حکومت پرېکړه ویکړه چې د المپیک نړیوالې لوبې چې ټاکل شوې وه، دغه هېواد کې ترسره شي، وځنډولې.
ټاکل شوې وه دغه سیالۍ له جولای میاشت کې پیل شي، خو د کرونا ویروس له کبله یو کال وځنډول شوې.
د توکیو نړیوالو المپیک لوبو یوه لوړپوړي چارواکي، جان کوټس ویلي دي چې راتلونکې کال کې د المپیک لوبو ترسره کولو لپاره له ستونزو سره مخامخ یوو.
هغه چې د اسټرالیا د المپیک کمېټې رییس هم دی اوس مهال د توکیو المپیک لوبو د څارلو کمېټې ریاست هم پر غاړه لري. هغه زیاته کړې ده چې د سیالیو په لاره اچوونکي باید فکر وکړي چې د کووید ۱۹ لپاره واکسین او د لوبو لپاره وخت نلري.
نوموړی وړاندې وايي:«موږ له جدي ستونزو سره مخامخ یوو، ځکه چې ټاکل شوې د ۲۰۶ هېوادونو لوبغاړي سره راټول شي. تېره ورځ برازیل کې له لسو زرو ډېرې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې. کمو هېوادونو له دغه ویروس سره مبارزه کړې ده.»
مخکې له دې د چاپان لومړي وزیر، شینزو ابه ویلي وو چې د المپیک لوبې به له ۲۰۲۱ کاله مخکې ترسره نشي.
اوس مهال نړی کې له ۵ میلیونو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته دی چې امریکا او برازیل یې په سر کې دي.