د کابل هنډبال لوبډلې د هنډبال «ناکامورا جام»سیالیو اتلولي خپله کړه او دغه سیالۍ د ننګرهار په کوربتوب جوړې او ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د کابل، کونړ او ننګرهار لوبډلو حضور درلود او د یوې ورځې لپاره (شنبې د سلواغې په ۱۲مه) په ننګرهار ولایت کې وشوې.
دغه سیالۍ د جاپاني ډاکټر او مرسته رسوونکي ټټسو ناکامورا د کارنامو د یادونې په منظور چې کابو دوه میاشتې مخکې په ننګرهار ولایت کې ووژل شو، ترسره شوې.
د دغو سیالیو جوړونکي وايي چې د دغو سیالیو بله موخه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د هنډبال سپورټ وده ده.
د افغانستان د هنډبال فډراسیون رییس هدایت الله کامه وال وویل هڅه کوي چې د هنډبال سپورټ د هېواد په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په ختلیځ کې خپور کړي.
د ننګرهار د هنډبال لوبډلې دویم ځای ګی خپل کړ او د کونړ لوبغاړي هم په درېیم ځای ګي ودرېدل.