افغان کریکټ لوبډلې چې کابو یوه میاشت مخکې تمریناتي کمپ پیل کړی وو، نن (پنجشنبه د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) پایته ورسید.
له دغې تمریناتو موخه راتلونکو سیالیو، اسیا جام او نړیوال جام لوبو ته د افغان لوبډلې چمتوالی بلل شوی دی.
د کرېکټ د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ د کابل په کرېکټ لوبغالي کې پېل شوی ترسره شو.
د هېواد د کرېکټ ملي لوبغاړي له نېږدې درې میاشتني قرنطین وروسته د دې تمریناتي دورې ترسره کېدل ګټور بولي.
اخوا د دغه کمپ روزونکي وایي دوی توانیدلي دي چې په تېره یوه میاشت کې د ملي لوبغاړو په توپ وهنې، توب اچونې، توب راټولولو او فټنیس باندې کار وکړي.
په پام کې ده، له وړاندې د ټاکل شوي مهال ویش له مخې د هېواد ملي لوبغاړي د کرېکټ د نړیوالې شورا د اجازې په صورت کې په روانې میلادي میاشت کې د اسیا جام او نړیوال جام سیالیو ته د چمتوالي په موخه له زمبابوې لوبډلې سره پنځه لوبې ترسره کړي.