Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د کانګفو د انتخابي سیالیو پیل

د کابل د کانګفو لوبډلې انتخابي سیالیو دویم پړاو د چهارشنبې پر ګهیځ د بدني روزنې ریاست په لوبغالي کې پیل شوې.

دا سیالۍ د وزن په نهو کتګوریو کې د کابل ښار له ۶۰ کلپونو څخه د ۱۵۰ لوبغاړو ترمنځ ترسره او ټاکل شوې تر درې ورځو دوام وکړي.

چارواکي د دغو سیالیو د ترسراوي موخه د کانګفو ملي لوبډلې ته د غوره څېرو انتخاب بولي.

د کانګفو د فډراسیون رییس حبیب الله فایض په دې اړه وویل:«د کابل انتخابي لوبډلې کې به کابو ۱۸ لوبغاړي غوره کړل شي او ټاکل شوې ده چې د کانګفو ملي لوبډلې ته د حضور جواز هم ترلاسه کړي.»

له دې ټولو سره لوبغاړي د سیالیو سطحه لوړه بولي او د دا شان سیالیو له ترسره کولو خوښ دي.

لوبغاړي مسعود سلیماني په دې اړه وویل:«لومړنی لوبه زما وه او وتوانېدم چې خپل سیال ته په درې رونډونو کې ماته ورکړم او د دغو سیالیو له ترسراوي ډېر خوښ یم.»

لوبغاړي احمد شاه په دې اړه څرګنده کړه:«زه دغو سیالیو ته بشپړ چمتووالی لرم او هیله لرم وکړای شم چې د ملي لوبډلې په سیالیو کې هم ښه پایله ترلاسه کړم.»

ټاکل شوې د کانګفو د ملي لوبډلې سیالۍ د روان لمریز کال د تلې په میاشت کې د مرکز او ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه