Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کریم: د فوټبال فډراسیون کې د اخلاقي فساد په اړه هېڅ سند نشته

تر هغه وروسته کله چې ګارډین ورځپاڼې د هېواد د ښځينه فوټبال یوې پخوانۍ غړې خالدې پوپل له خولې  رپوټ ورکړ چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون نجونې جنسي او فېزیکي ځورول کېږي. اوس ولسمشرۍ ماڼۍ د افغانستان فوټبال فډراسیون کې د فوټبال د ښځينه لوبغاړو د جنسي ځورونې پر څېړنې ټینګار کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه وویل:« هغه اقدامات چې زموږ له فرهنګ او اسلامي او قانوني ارزښتو سره په ټکر کې وي په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.»

د هېواد د فوټبال د ښځينه لوبغاړو د جنسي او فېزیکي ځورونې په تړاو د تورونو له خپرېدو وروسته، د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې یوې پخوانۍ غړې خالده پوپل چې له هېواده بهر ډنمارک کې اوسې ده، د هېواد د فوټبال فډراسیون مشرتابه پرغیر اخلاقي چلند او د فوټبال ښځینه لوبغاړو پر ځورولو تورنوي. او وايي چې د دغه فډراسیون د رییس کرام الدین کریم په دفتر د خوب داسې تخت لري چې دروازه یې یوازې د کریم د کوتو په نښتو سره پرانیستل کېږي.

خو د طلوع نیوز خبریال مسعود انصار چې د رپوت د چمتووالي لپاره د ښاغلي کریم دفتر ته تللی وه وايي چې په دغه دفتر کې یو مېز د مېلمنو لپاره اېښودل شوی او بل د ښاغلي کریم کاري مېز دی. ښاغلي انصار وايي ټول کولای شي چې د کرام الدین کرام د دفتر دغه دروازه په اسانۍ سره پرانیزي او له دغه دفتره بهر شي.

خو کرام الدین کریم وايي چې د فډراسیون ډېری دروازې د امینتي دلایلو په پار له ځیرکو کولپونو سره سمبال دي.

هغه په دغه فډراسیون کې د نجونو جنسي ځورونې تورونه بې بنسټه بولي او ټينګار کوي په دغه بنسټ کې د جنسي ځورونې په اړه هېڅ ډول سند نشته:«په ټول کې افغانستان کې همدا دود دی، کله چې (په فډراسیون کې) وي ښه دی او کله چې نه وي هر څه خراب دي. زه واقعاً د دوی له څرګندونو غمګین یم او خواشینی یم هغه څرګندونې چې دوی کړي د ثبوت حالت یې هم د هغوی لپاره ستونزمن دی او پر هر بل کس چې وي، اوس دا یو حقوقي بحث دی،اوس موږ اړ یو چې دا تعقیب کړو.»

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې ځینې استازي د هېواد د فوتبال فډراسیون کې د جنسي ځورونې په تړاو خبرونه زړه بوږنونکي بولي او د مشرانو جرګې اداري پلاوی او د دغې جرګې د عامه سوکالۍ (رفاه) کمېسیون یې د دغو تورونو د څېړنې لپاره ګومارلی دی.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي:« فوټبال د افغانستان د خلکو لپاره یوه ویاړ و، یو ډل بدنامه شوی، باید څېړنه وشي او د څېړنې پایله په واضیح توګه له خلکو او نړیوالو سره شریک شي.»

خو د افغانستان د فوټبال فډراسیون رییس دغه تورونه بې بنسټه بولي او تینګار کوي چې په دغه بنسټ کې د جنسي ځورونې په اړه هېڅ ډول سند شتون نه‎لري.

د هېواد د فوټبال د نجونو ملي لوبډلې یوه پخوانۍ لوبغاړې  شمیلا کوهستاني چې اوس‎مهال په امریکا کې ده، په دې تړاو داسې وایي:« په فډراسیون کې تل جنسي ځورونه وه، خو  په کوم سفر کې کوم روزونکي په مستقیمه توګه له ما څخه کومه غوښتنه نه ده کړې.»

خو د هېواد د فوټبال فډراسیون د دغه فډراسیون پر مسلکي کادر د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې د یوې پخوانۍ لوبغاړې د تورونو پر وړاندې داسې غبرګون ښيي.

که څه هم ګارډين رپوټ ورکړی چې د افغانستان د فوټبال فډراسیون د رییس د دفتر ور د ګوتې په نښو سره خلاصېږي، خو کرام الدین کریم وایي چې د دغه بنسټ د دفترونو د ښه امنیت لپاره د هغو په ډېریو ورنو کې ځیرک کولپونه نصب شوي دي.

شریک یي کړئ