Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کریکټ کې د نړیوالو سیالیو اتلې لوبډلې پر وړاندې د افغانستان ماته

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله شنبې(د غبرګولي په ۱۱مه نېټه) د نړۍ د نړیوال جام کریکټ سیالیو اتلې لوبډلې آسټرالیا سره لوبه وکړه.

لوبه لومړۍ افغان لوبغاړو پیل کړه او په ۳۴ اورنو کې یې سیالې لوبډلې ته د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه.

اسټرالیا هغه مهال پر لوبې واکمنه شوه چې د هېواد د کریکټ دوه لوبغاړي، شهزاد محمدي او حضرت الله ځاځی د کومې منډې له ترسره کولو پرته له لوبې ویستل شول.

خو نورو لوبغاړو  بیا رحمت شاه له ۶۰ توپونو سره ۴۳ منډې، ګلبدین نایب او نجیب الله ځدراڼ په وار سره ۳۱ او ۵۱ منډې د هېواد د لوبډلې په ګټه ترسره کړې.

پر وړاندې یې د استرالیا لوبډلې په ۳۴ اورونو کې یوازې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره د افغان لوبغاړو لخوا ورکړل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې په خپله ګټه پای ته ورسېده.

 ټاکل شوې افغانستان خپله بله لوبه سې‎شنبې(د غبرګولي په ۱۴مه نېټه) له سریلانکا سره وکړي.

دغه لوبه افغان لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر سره سیالې لوبډلې ته وبایلله.

شریک یي کړئ