Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د سولې جام بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوه

په کندهار ولایت کې د سولې جام په نوم د بایسکل ځغلونې سیالي ترسره شوه چې کابو ۳۰ تنو لوبغاړو په کې ګډون کړی وو.

دغه سیالي په ۶۰ کیلومټرو واټن کې ترسره شوه چې پرون(چهارشنبې د زمري په ۱۵مه) پیل شوې وه او نن پایته ورسېده.

د کندهار د بایسکل ځغلونې فدراسیون چې تازه یې خپل فعالیت پیل کړی دی وايي پدغه سیالۍ کې به غوره بایسکل ځغلونکي د کندهار د منتخب ټیم غړيتوب تر لاسه کړي او په لویو سیالیو کې به د کندهار استازیتوب کوي.

او د دغه فدراسیون له لورې دا لومړنۍ سیالي ده چې د سولې جام په نوم په لاره اچول شوې ده.

x

د کندهار د سپورت او بدني روزني امریت مسولین وايي  دمګړی په دې برخه کې ډېر کم ځوانان کار کوي، ځکه د ورزش دغه فدراسیون په کندهار کې تازه په کار پیل کړی دی او دوی پلان لري په راتلوونکې کې د بایسکل ځغلونې مسلکي کلبونه جوړ کړي او دا ډول سیالۍ نورې هم په لاره واچوي.

بایسکل ځغلونې فدراسیون له لورې دا لومړنۍ سیالي ده چې د سولې جام په نوم په لاره اچول شوې ده.

شریک یي کړئ