Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کویټ کې د باولینګ اسیايي سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون

د باولینګ لوبو د پنځه ویشتم پړاو سیالیو د پرانیستې مراسم کی شنبې د شپې(د تلې په ۲۸مه نېټه) کویټ کې ترسره شول. په دې سیالیو کې د لومړي ځل لپاره افغان لوبغاړو هم ګډون کړی دی.

دا لوبې به چهارشنبې(د تلې په ۳۰مه نېټه) د ۲۸ اسیايي هېوادونو د لوبغاړو په ګډون پیل شي.

دغو  سیالیو کې ۲۸۸ لوبغاړو ګډون کړی دی چې په کې پنځه افغان لوبغاړي هم شامل دي. له افغانستانه په دغو لوبو کې ګډون کوونکو لوبغاړو په ډله کې دوې نجونې او  درې هلکان شامل دي.

د لوبو پرانیستنې مراسمو پرمهال د آسیا باولینګ فدراسیون رییس، شيخ طلال الصباح وویل:«دا غونډه د سپورټ په ګډون د کویټ مشرۍ احیا په موخه ترسره کېږي.»

ټاکل شوې دغه سیالۍ لس ورځې دوام وکړي.

ټاکل شوې افغان لوبغاړي له سیالیو مخکې درې تمریني لوبې له خپلو سیالانو سره ولري.

په دې لوبو کې د لومړي ځل لپاره پنځه افغان لوبغاړو ګډون کړی دی

شریک یي کړئ