Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د آذربایجان ۲۰۱۷ کال لوبو ته ۸افغان جودوکارانو چمتووالی

د هېواد د جودو ملي لوبډلې په اذربایجان کې د اسلامي هېوادونو د ۲۰۱۷ زیږدیز کال سیالیو کې د ګډون په موخه چمتوالی نیسي.

د هېواد ملي لوبغاړي له یوې اوونۍ راهیسې د هېواد د جودو فدراسیون په لوبغالي کې تمریني لوبې کوي.

ویل کېږي چې په دې لوبو کې له چاڼيزو سیالیو وروسته اوه نارینه او یوه ښځينه جودو کاره د آذربایجان په کوربه‎توب سیالیو کې د ګډون په موخه ټاکل شوي دي.

دا لوبې به تر دوو میاشتو پورې په لاره واچول شي.

د جودو فدراسیون مشر، ذبیح‎الله نظري وايي:«موږ هڅه کړې چې له ټول هېواد څخه غوره څېړرې په ملي لوبډلې کې بهر ته د لوبو لپاره ولېږو چې دا ځل مو لوبډه ځواکمنه ده او هیله ده چې ښه لاسته راوړنه ولرو.»

د جودو د ملي لوبډلې غړی، وحیدالله یوسفزی څرګندوي:«زه د افغانستان د جودو کارانو له غورو څېرو غوره شوی یم او یوه اوونۍ کېږي چې تمرینونه مو پيل کړي دي او هیله ده چې له افغانستان څخه ښه استازی‎توب وکړو.»

د اسلامي هېوادونو په لوبو کې له افغانستان څخه ۱۸۰ تنه لوبغاړي په ۱۶ برخو کې ګډون وکړي.
 
د اسلامي هېوادونو په لوبو کې له افغانستان څخه ۱۸۰ تنه لوبغاړي په ۱۶ برخو کې ګډون وکړي او د جودو په برخه کې ۷نارینه او یوه ښځينه لوبغاړې ګډون کوي

شریک یي کړئ