دا لوبې د ۴۰ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون په لاره اچول شوې وې چې د روسیې په اتلولۍ او د اوکرائین په نائب اتلولۍ پایته ورسېدې.
د هېواد ملي لوبډلې درېیو لوبغاړو سید روح الله موسوی، احمد شجاع جمال او سهراب سلحشور په دې لوبو کې د افغانستان لپاره د برنزو مډالونه ترلاسه کړي دي.
اسدالله سلحشور وويل:«زه د ۵۱ کیلو ګرامو په وزن کې زینګ ته د ننه شوم او د یوې بریا او یوې ماتې سره مې د برنزو مډال ترلاسه کړ.»
په ۴۵ کیلو ګرامه وزن کې احمدشجاع جمال زیاته کړه:«لوبې ډېرې پیاوړې ترسره کېدې او موږ درې میاشتې مخکې دې لوبو ته چمتوالی نیولی وه او له نیکه مرغه او د خدای په مرسته چې دا مډال ترلاسه کړو.»
په همدې حال کې د هېواد د مویتای فدراسیون مشر، امیر حسین حسیني څرګنده کړه:«دا لوبې په لوړه کچه د «آی» په کلاس کې جوړې شوې وې او په همدې حال کې ډېر شمېر هېوادونه ونه توانېدل چې په دې لوبو کې ولوبېږي. په پای کې هغو کسانو چې د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل د مویتای ستوري اتلولۍ لوبو ته یې لار پیدا کړه.»
مویتای په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې غړيتوب ترلاسه کړ او له هغه وخته تر اوسه ۵۰ د سرو زرو، سپینو او برنزو مډالونه ترلاسه کړي دي.
په دې اړه مو اندونه