د چهارشنبې په ورځ(د غوايي په ۶ مه) په ننګرهار کې د کرېکټ د یوه میعاري لوبغالي د تهداب ډبره کېښودل شوه. دغه لوبغالی به د دوو کلونو په لړ کې جوړ شي.
د دغه لوبغالي لګښت چې دوه نیم مېلیونه ډالره کېږي د هېواد د کرېکټ بورډ له خوا ورکول کېږي. دغه لوبغالی د ۲۵ جرېبه ځمکې په پراختیا سره جوړېږي.
د دغه لوبغالي د تهداب د ډبرې د اېښودو په مراسمو کې د ملي شورا غړو او د کرېکټ یو شمېر پلویانو او د هېواد د کرېکټ بورډ غړو ګډون کړی وه.
د هېواد د کرېکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل د دغو مراسمو په لړ کې وویل:«دغه لوبغالی به نه یوازې ښه لوبغالی وي بلکې د هغه ترڅنګ به یو معیاري او مسلکي اګاډمي هم جوړه شي.چې په هغه کې له لوبغالي بهر او دننه اسانتیاوې هم وي.د لامبو حوض او د درمنلې مرکز به هم وي.دا د یوه زون په کچه لوبغالی دی.»
له بلخوا،د مشرانو جرګې رییس او د ننګرهار ولایت چارواکي د دغه لوبغالي له جوړېدو خوښي څرګندوي او ویلي یې دي چې د دغه لوبغالي جوړېدل به په هېواد کې د کرېکت د ولې لپاره ډېر ګټور وي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل:«کرېکټ زموږ خلکو ته خوښي ور په برخه کوي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغانستان بیرغ رپوي.»
د ننګرهار والي ګلاب منګل هم وايي:«دا ډګر د ټولو هېواد لپاره دی،دغه لوبغالی په نړیوالو معیارونو سره دی.دلته به په راتلونکې کې د دې امکان وي چې نړیوال لوبغاړي راشي او لوبه وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار ولایت کې د خصوصي د ډګرونو او اکاډمیو سربېره د کرېکټ یو بل لوبغالی هم شته.
په دې وروستیو کې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د کرېکټ لوبغالي جوړ شوي دي،خو د دغو پروژو د ودانیزو توکو د کم کیفیت له امله له نیوکو سره مخامخ شوي دي.