Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني د ټاپي پروژې د پرانيستلو لپاره ترکمنستان ته ولاړ

ولسمشر محمد اشرف غني د ټاپي پروژې یا د ترکمنستان د ګازو نل لیکي چې له ترکمنستان نه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته به ګاز لېږدوي ترکمنستان ته ولاړ.

د ټاپي پروژې یا د ګازو د لېږد پایپ لاین د بنسټ ډپره به سبا چهار شنبه د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند لوړ پوړو چارواکو په شتون کې کېښودل شي.

افغان ولسمشر له ترکمنستان نه د افغانستان د ملاتړ او همکارۍ نه مننه وکړه، او زیاته یې کړه:"ترکمنستان یو ښه هېواد؛ د افغانستان لپاره ښه ګاونډي دی."

په همدې حال کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر چې تېره ورځ یې په ولسې جرګې کې خبرې کولې د ټاپې پروژې په اړه وویل چې ددې پروژې له عملي کیدو نه به افغانستان ډیره ګټه پورته کولای شي.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني زیاته کړه:"د ټاپي پروژه وروسته د کلونو له تمې رسمآ پرانیستل کېږي او موږ په دې باور یو چې دغه پروژه به د افغانستان لپاره د اقتصادي ګټو ترڅنګ پر امنیت هم اغېز ولري."

بل‎خوا؛ د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي دي چې ددغه ګاز نل لیکي د امنیت په اړه به له طالبانو سره خبرې وکړي.

نوموړي د بي.بي.سي اردو سره په خبرو کې ویلي دې چې د دغه د ګازو نل لیکه د انرژۍ د کړکیچ لپاره ډېر ښه دی.

د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړي ده چې پاکستان به د دغه پروژې د اقتصادي ارزښت لپاره پر طالبانو له خپلو نفوذه کار واخلي تر څو دې نل لیکې ته زیان ونه رشوي.

ښاغلي آصف ټینګار کړی دی چې اټکل شوی سبا به ددغه پروژې د کار پیل د هند لومړي وزیر نرندرا مودي او پاکستاني سیال نواز شریف په شتون کې پیل شي.

اټکل شوی چې پر دې پروژې به ۱۰ میلیارده لګښت وشي.د ټاپي پروژې د کار پيلدو سره به په افغانستان کې شاوخوا ۵۰ زرو تنو ته د کار زمینه برابره شي او ددې پروژې په بشپړیدو او د ګازو په لیږد سره به په کال د ټرانزيټ له لارې افغانستان ته څه باندې ۵۰۰ ملیون ډالره ګټه ورسیږي.

ولسمشر محمد اشرف غني د ټاپي پروژې یا د ترکمنستان د ګازو نل لیکي چې له ترکمنستان نه د افغانستان له

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه