Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاپي نل لیکو د کوربه ولایتونو له ناامنیو څخه د ولسي جرګې د استازو اندېښنه

په ولسي جرګه کې یو شمېر استازي په هغو ناامنیو ولایتونو کې چې د ټاپي د غازو نل لیکه له هغې څخه تېرېږي وايي چې د دغې پروژې د امنیت په ټينګښت کې د سیمې اوسېدونکو شاملول او هغوی ته د کار لپاره د زمنینو برابرول کولای شي په افغانستان کې د ټاپي پروژې په عملي کېدو کې ګټور وي.

د ورکړل شویو مالوماتو له مخې د تاپي پروژې په چوکاټ کې د ترکمنستان د ګازو د نل لیکې څه د پاسه ۷۵۰ کیلومتره د هرات له کُشک ولسوالۍ څخه پیل او د دغه ولایت له انجیل، ادرسکن او شینډنډ ولسوالیو د فراه بالابلوک او بکوه ته رسېږي او له هغه ځایه د هلمند له واشیر او نهرسراج ولسوالیو د کندهار ولایت میوند، ژېړۍ، ارغنداب، دامان او سپين بولدک ولسوالیو ته او له هغې وروسته د پاکستان کوټې ښار ته غځول کېږي.

ویل کېږي د هېواد ډېری ولسوالۍ چې د تاپي پروژه پکې عملي کېږي له ډېرو کلونو راهیسې ناامنې دي.

د کندز د خلکو استازي لالي حمیدزي په دې اړه وویل:"حکومت باید د دغې پروژې د امنیت د ټينګښت لپاره هڅې وکړي او موږ هیله من یوو که‎چېرې د دغې پروژې د امنیت د ټينګښت لپاره لازم پروګرامونه په لاس کې ونیول شي،دغه پروژه عملي کېږي او له شک څخه پرته دا د هېواد به ګټه دی".

د هرات د خلکو استازي خلیل احمد شهیدزاده په دې اړه څرګنده کړه: "حکومت باید دغه پروژه حکومتي نه کړي،بلکې هغه ولسي کړي او په بېلابېلو ولایتونو کې د قوم د مشرانو په مرسته او په دغې پروژه کې د خلکو ته د کار لپاره د زمینې برابرول دغه پروژه عملي کوي".

له بلخوا ویل کېږي چې د ترکمنستان د غازو د نل لیکې یوه برخه چې په افغانستان کې تېرېږي د کندهار هرات د لویې لارې ترڅنګ د پاکستان تر پولې پورې غځول کېږي.

د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي ددې پروژې د امنیت د ټینګښت لپاره لازم چمتووالی لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه زیاته کړه: "له شک څخه پرته دا پروژه ملي ده،حکومت هر هغه څه چې په واک کې لري د هغې د تأمین لپاره به هڅه وکړي او په دې برخه کې موږ له وړاندې خپرونې لرلې دي او د هغې لپاره مو چمتووالی نیولی دی".

د تاپي پروژې عملي کار چې څو ورځې مخکې پيل شو څه د پاسه ۷۵۰ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې تېرېږي او د دې پروژې په عملي کېدو سره په هېواد کې د څه د پاسه ۱۲۰ زره کسانو لپاره د کار د زمینې پر برابرولو سربېره به په کال کې تر ۵۰۰ مېلیون ډالرو افغانستان ته د ګازو د لېږد د ترانزیت د حق په توګه ورکړل شي.

د دغې پروژې په عملي کېدو سره به افغانستان تر ۳۰ کلونو پورې یو میلیارد او ۵۰۰ مېلیون مترمکعبه ګاز په مناسبه بیه وپېري او د ترکمنستان د ګازو نل لیکې په جوړېدو سره په اوږده موده کې افغانستان له خپلو کورنیو زیرمو راایستل شوی ګاز په دغه نل لیکه کې پر هند وپلورلاي شي.

په ولسي جرګه کې یو شمېر استازي په هغو ناامنیو ولایتونو کې چې د ټاپي د غازو نل لیکه له هغې څخه تېرې

شریک یي کړئ