تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د سولې بهیر او هېواد کې تاوتریخوالی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د تېرو څو ورځو تاوتریخوالی خواشینوونکی بللی دی.
خلیلزاد ویلي وروستیو نښتو کې چې ولسي کسان هم پکښې وژل شوي، د خواشینۍ وړ عمل دی.
خلیلزاد د افغانستان سولې مذاکراتو پیل ته په کتو، غوښتنه کړې چې ټول لوري باید تاوتریخوالی پام وړ راکم کړي.
افغانستان کې د جګړې شدت او تاوتریوخوالی پر داسي مهال زیاتېږي چې دوحه کې د افغانانو تر منځ ناستو کوم پام وړ پرمختګ نه دی کړی.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د نړیوالو چارو شنونکی، جاوید جاوید
سیاسي فعال، امان الله هوتکي
د سیاسي چارو شنونکی، فضل الرحمن اوریا