Skip to main content
وروستي خبرونه
تودی خبری

'تودې خبرې:'واشنګټن د افغانستان کړکېچ لپاره سیاسي حل لاره لټوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، واشنګټن د افغانستان کړکېچ د پایته رسېدو لپاره د یوې سیاسي حل لارې په لټه کې دی، خو له دې سره نوموړي په دوحه کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د درېدو خبرداری هم ور کړی دی.

زلمي خلیلزاد د امریکا د سولې انسټیټوټ په یوې انلاین غونډه کې ټینګار کړی، چې افغان مشرانو ته نه ښايي چې له افغانستانه د پخواني شوروي پر مهال تېروتنه چې د جګړو د دوام لامل شو، تکرار کړي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغان حکومت سولې ته د رسېدو لپاره سنجول شوي او اساسي ګامونه اخلي.

په دوحه کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د وروستیو ناستو له بې پایلو پاتې کېدو سره پر یو وخت په هېواد کې جګړو هم زور اخیستی دی.

طالبانو او حکومت دواړو لورو د هېواد په ګڼ شمېر برخو کې خپل بریدونه ډېر کړي دي، چې د سولې پروسې روان بهیر په اړه يې د ولسي وګړو اندېښنې زیاتي کړې دي.

کوربه نعمت روان په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.

مېلمانه:

د سولې وزارت سلاکار، عزیزالله فضلي 

پاکستان کې خبریال، طاهر خان 

د ولسي جرګې غړی، عبدالروف شپون 

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews