تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: خلیلزاد د سولې خبرو بهیر پر چټکوالي ټینګار کوي
افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د دوحې مذاکراتو کې ځانغوښتنه د تېروتنو تکرار دی او افغانستان به پر دویمه سوریه بدل کړي.
خلیلزاد وایي، د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي ډلو ترمنځ خبرو کې پرمختګونه شته.
خلیلزاد زیاته کړې، امریکا هڅه کوي، دواړه لوري قانع کړي، چې ژر تاوتریخوالی کم کړي، ورپسې اوربند او بیا یوه سیاسي هوکړه وکړي.
خو طالبان ټینګار کوي چې له امریکا سره د دوی خپلمنځي تړون کې د اوربند شرط نه سته، او پر دې موضوع به د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې خبرې کېږي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
- دسیاسي چارو شنونکی، محمد یونس فکور
- د مدني ټولنې د فډرېشن مشر، صدیق منصور انصاري
- سیاسي شنونکی، محمد حکیم تورسن
- د ولسمشر سلاکار، عید محمد احمدي