تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: په دوحه کې د مرکچي پلاویو ترمنځ د غونډو په ټپه درېدل
په دوحه کې د افغانستان د سولې مرکچیانو له لسو ورځو راهیسې هېڅ رسمي ناسته نه ده کړې او لا هم روښانه نه ده چې، دغه خبرې به څه وخت بیا پیل شي.
د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د کړنلارې په اړه اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي او ډيپلوماټيکو هڅو هم لا تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.
له دې سره سم، د ولسمشر دویم مرستیال طالبان په دوحه کې د سولې خبرو د بندښت عاملین بولي.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د سولي په چارو کې د دولت وزارت سلاکار، عزیز الله فضلي
د سیاسي چارو شنوونکی، محب الله زهیر
د هېواد ګوند مشر، دلاور فیضان