تودې خبرې: دوحه کې له خبرو سره هم مهاله هلمند کې جګړه
د وحه کې د سولي خبرو د بیا پیل سره پر یو وخت هېواد کې د افغان ځواکونو او طالبانوتر منځ جګړه نور هم سخته سوې ده.
وسلوالو طالبانو د دوحي تړون د هغې ژمنې په ماتولو سره چې پر لویو ښارونو به بریدونه نه کوي د هلمند پر مرکز لښکر ګاه له تېرو څو ورځو راهیسي درنه جګړه پیل کړې ،طالبانو ویلي دا حملي يي د هغو سیمو د نېولو لپاره تر سره کړې دي چې وړاندې ورڅخه افغان ځواکونو نېولي وي.
په هلمند کې د وسلوالو طالبانو وروستي برېدونه له سختو غبرګونونو سره مخ سوي ،خو افغان پوځي چاوراکي وايي هلمند کې يي د جګړې کابو کولو او د لاسه وتلو سیمو د بېرته نېولو لپاره لوی پوځي عملیات پیل کړي دي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسمشر سلاکار، محمد نادر محسيني
د هلمند پخوانی مرستیال والي، سردار محمد همدرد
د ملي پرمختګ ټولنې مشر، قاري امید صافی