وروستي خبرونه
تودی خبری

تودې خبرې:طالبانو او القاعدې اړیکو په تړاو د م.م یوه چارواکي خبرې

د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی چارواکی وايي، د القاعدې مهم مشران لا هم په افغانستان کي دي او اېمن الظواهري له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

د داعش،  القاعدې او طالبانو پر کړنو د ملګرو ملتونو د څارنې ډلې همغږی کوونکی وايي، طالبانو له امریکا سره د خبرو پر مهال په وار وار له القاعدې ډلې سره سلا مشورې کړي او غیر رسمي ضمانت یې هم ورکړی چې، له دغې سره به خپلې تاریخي اړیکي ساتي.

خو طالبانو د دغو څرګندونو په ردولو سره ویلي، ځینې استخباراتي کړۍ نه غواړي چې د سولې روان بهیر یوې پایلې ته ورسېږي.

له بل لوري زلمی خلیلزاد وايي، ایران غواړي چې، امریکا د افغانستان په جګړه کې ښکېله پاتې شي او همداراز د افغانستان په سولې بهیر کې هم مرسته نه کوي.

په دې خپرونه کې پر همدې موضوع کوربه، نعمت روان له مېلمنو سره خبرې کړې دي.

د خپرونې مېلمانه:

د ولسي جرګې پخوانی غړی، محمد عبدو

د مدني ټولنو د فډرېشن مشر، صدیق منصور انصاري

پخوانی ديپلوماټ او لندن کې حقوقي سلاکار، عزیز معارج

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews