تودې خبرې: کابل ته د امریکا دفاع وزارت د سرپرست ناڅاپي سفر
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی او د سه شنبې پر مازېګر یې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره لیدلي.
ارګ وایي، د پنټاګون سرپرست کریسټوفر مېلر، له ولسمشر غني سره لیدنه کې د جګړې پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او د او د اوربند په ټینګېدو یې ټینګار کړ.
بل لوري د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي یو غړی خبرداری ورکوي چې، په هېواد کې دننه اختلافونه او سیاسي ناندرۍ به له طالبانو سره د سولې خبرو ته په جدي توګه زیان ورسوي.
حفیظ منصور وايي، د سولې خبرو د مرکچیانو له لوري هر ډول ناغېړي د افغانستان او سولې په تاوان کار دی.
له دې ټولو سره د طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر وايي، د سولې په خبرو کې ټولې پرېکړې په پاکستان کې د دغې ډلې مشرتابه او عالمانو شورا سره تر شریکولو وروسته، وروستۍ کوي.
ملا برادر دغه څرګندونې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو له ټپیانو سره په کتنه کې وکړې او ویې ویل چې، د طالبانو مشرتابه غړي په پاکستان کې دي.
په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزي په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړې دي.
مېلمانه:
د ولسمشر سلاکار، محمد نبي مصداق
د ولسي جرګې پخوانی غړی، عبدالرحیم ایوبي
د سیاسي چارو شنونکی، عثمان کامران
خبریال او شنونکی، عنایت الله کاکړ