Skip to main content
وروستي خبرونه
تودی خبری

تودې خبرې:'پر اسلام اباد به تور لګونه د سولې بهیر ټکنی کړي'

پاکستان وایي، پر اسلام آباد د یوه مشخص افغان چارواکي او نارسمي کړیو ښکاره تور لګونه او منفي څرګندونې به د افغانستان سولې بهیر ټکنی کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د جدي اندېنښې په څرګندولو سره ویلي، په داسې حال کې چې، د سولې مرکچیان د سولې خبرو په دویم پړاو کې د ټول ګډونه سیاسي جوړښت په اړه خبرې کوي؛ نو ښکېلې خواوې دې له تور لګولو ډډه وکړي او نرمښت دې وښيي.

ظاهراً د پاکستان دا خبرې، ورورسته له هغې چې دي، افغان بهرنیو چارو وزارت په کراچۍ کې ځینو طالبانو سره د ملا برادر د لیدنې خپرې شوې وېډیو ته غبرګون وښود. افغان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې پر پاکستان نیوکه کړې وه او ترې یې غوښتي و، چې دغسې کسانو ته خپله خاوره کې ځای ور نه کړي. 

بل لوري د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح  پر ټویټر لیکلي چې کراچۍ کې طالبانو سره د ملا برادر د لیدنې وېډیو وښوده چې پاکستان لا هم له طالبانو ملاتړ کوي. طالبانو بیا ویلي و چې ملا برادر په پاکستان کې د افغان کډوالو د ناروغانو پوښتنه کړې.

په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزي په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.

مېلمانه:

پخوانی ډېپلوماټ او د افغانستان د سولې او بشري حقونو د موسسې رییس، ډاکټر نظام الدین کټوازی

د قبایلو شورا مشر، زرجان شینواری

د نړیوالو چارو شنونکی، لطیف ارش
 
شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews