تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
تودې خبرې: افغانستان بیا د خبریالانو لپاره مرګونی هېواد اعلان شو
د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل کلني رپوټ کې افغانستان د خبریالانو لپاره د پنځو مرګونو هېوادونو په کتار کې راوستی دی.
د رپوټ له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې په ټوله نړۍ کې ۵۰ برحاله خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په هدفي وژنو کې وژل شوي چې ۵ دغه ډول پېښې په افغانستان کې ثبت شوي دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان د رپوټ پر بنسټ، سږکال مکسیکو، عراق، افغانستان، پاکستان او هند د خبریالانو لپاره مرګوني هېوادونه وو.
په دغې خپرونه کې کوربه فواد کبرزي په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د حکومت د رسنیو د مرکز مشر، لطیف محمود
ازاد خبریال، جواد داوري
په ختیځ زون د کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازی، شېرشاه همدرد
په کندهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازی، احمد لودین